IQNA

قرآنی سورې/55

په ؛رحمن؛سورې کې د نعمتونو له انکاره  دخداوندمتعال تکراریدونکي پوښتنه

12:19 - January 11, 2023
د خبر لمبر: 3486737
ایکنا-(تهران)خداي تعالی د انسان په اختیار کې ډير زیات نعمتونه ورکړي دي؛خو انسانان په ښه ډول د دوي دخالق قدردان نه دي  او یا خیال کوي،خداي تعالی خپلو بندګانو ته اهمیّت نه ورکوي.

د قرآن کریم پنځه پنځوسمه سوره ؛الرّحمن ؛نومیږي. دغه سوره په ۷۸آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۷سپارې  کې واقع ده.په مکې یا مدینې کې ددغې سورې د نازلیدا په باب د نظر اختلاف شته دی،دغه سوره پر پیغمبراکرم(ص)باندې نازلیدونکي اوه نویمه سوره ده.

الرّحمن سوره د قرآڼ د ناوې یا عروس باندې مشهوره ده.دغه لقب د هغه روایت په اساس دی چې د اسلام له پیغمبره بیان شوی دی.په ؛الرّحمن؛ ددغې سورې نومول  چې یوه الهي نامه ده ،دسورئې یوه لومړنۍ کلمې  اخستل شوي دي.

رحمن سوره د هغه نظم تابعه ده چې هم انسان او هم جن ورڅخه استفاده کوي. دغه سوره  دنیا په دوو جهانونو ویشي ،یعني یوه دنیا له مینځه تلونکي او بله دونیا هم تل پاتیکیدونکي. په اخروي دنیا کې خوشبختی  او بدبختي او نعمت او عذاب سره جلاکیږي.

سوره بیانوي چې درسته هستي (دنیا او آخرت)له یوه بل سره اړونده یو نظام لري او هرڅه د هستۍ په نړۍ کې دي ،دخداوندمتعال نعمت دی .له دې امله په دغې سورې کې ۳۱ځله  له انسانانو او جن څخه په سختو خبرو سره پوښتنه کوي  چې ؛ «فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ: ؛د خپل خداي له کوم کوم نعمته انکار کوئ؛؟.په همدې وجه سوره دخداي تعالی یو ډول بخښل چې درست موجودات پکې شاملیږي،پیل او خداوند په ستاینې سره پاي ته رسیږي.

رحمن سوره په دنیا او آخرت کې دخداي د نعمتونو یوه ټولګه شمیري.همداراز  په دغې سورې کې د قیامت د ورځې او د هغې ځانګړنو او د اعمالو د حساب کتاب څرنګوالی بیانیږي.

په دغې سورې کې د قرآن کریم  تعیم ،د انسان او جن پنځیدا،د وَنو او بوټو پنځیدا،د آسمان پنځيدا ،د قوانینو حاکمیّت ، پخپلو ځانګړنو سره د مځکې راپنځیدا،د  بوي  وړاندې کونکو ګلانو او بوټو  خلقت،د خوږو  او تریوو اوبو د دوو سمندرونو سره یوځاي کیدا  او سمندری اوبژوي   ټول الهي نعمتونه بلل شوي دي.

 په دوام کې ،ددینا د نظامونو دړې وړې کیدا او دقیامت رامینځةکیدا ، دانسان ددنیائي عملونو دحساب کتاب څرنګوالی او سزاګانو  او جایزو ته اشاره کوي او د جهنمیانو عذابونه او دنیکو خلکو نعمتونه شمیري. په جنتي نعمتونو کې باغونه ،چینې ،میوې ښکلي  او وفادارې جوړې(خاوند ماندینه) شاملیږي.

 په هغو مهمو ټکو کې چې په دغې سورې کې بیان شوي ،د قرآن کریم یو ترټولو ورکوټي آیت دی چې ددغې سورې په ۶۴آیت کې راغلی دی؛مُدهامتَانِ؛  په شنو اوګڼو باغونو کې د دوو جنتونو وَنې :::

 همداراز د الّرحمن سورې  کې راغلی دي؛ «مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ: دوه سمندرونه(د یوه بل ترڅنګ  داسې ) بهیږي  چې پخپلو کې سره نه ګډیږی: دوه سمندرونه چې  دیوه بل ترڅنګ بهیږي ،خو د هغو خاصو ځانګړنو په وجه  چې لري ئې، پخپلو کې سره نه ګډیږي. څيړاند وائي دغه آیت  دوو سمندرونو ته یعني بالټیک سمندر او په ډنمار ک کې  دشمال سمندر ته اشاره کوي.

captcha